IQNA

  د عمان د سلطان قابوس د قرآن  سیالیو نهائي مرحله

14:02 - December 03, 2025
د خبر لمبر: 3492104
ایکنا - د سلطان قابوس د قرآن کریم د سیالیو درې دېرشم پړاؤ نن  چهارشنبې په ورځ  د مسقط په سلطان قابوس جامع جومات کې خپلې وروستۍ مرحلې ته رسېږي.

 ایکنا نیوز د «عمان دیلي»له قوله راپور راکړی، د دغو سیالیو وروستۍ مرحله چې د سلطان قابوس د عالي مرکز د کلتور او علومو تر څارنې لاندې ترسره کېږي، نن ماښام به پای ته ورسېږي.

دا سیالۍ چې د عمان په کچه د قرآن د حفظ او تلاوت تر ټولو مهمې او معتبرې سیالۍ بلل کېږي، هر کال د سلطنت د بېلابېلو ولایتونو د ګڼ شمېر حافظانو کوربه وي.

د وروستۍ مرحلې د پلاوي یوه غړي ، عبدالله بن سعید القنوبی، وویل چې د قضاوت معیارونه په ډېر دقت ټاکل شوي دي. د ده په وینا، ټولې نمرې ۱۰۰ دي چې داسې وېشل شوي:

– ۷۵ نمبرې د حفظ لپاره

– ۲۰ نمبرې د تجوېد لپاره

– ۵ نمبرې د اجرا لپاره

هغه زیاته کړه چې سږ کال کمیټې په ځانګړي ډول د ګډونوالو د غږ کیفیت، د تلاوت رواني، او د حروفو د صحیح تلفظ په دقیقې ارزونې تمرکز کړی دی.

له بلې خوا، ابراهیم بن حمود بن حرب البوسعیدی چې د مقدماتي مرحلې د قاضیانو یو غړی و، وویل چې هره درجه معمولاً اته ګډونوال فاینل ته لاره پیدا کوي، خو ځینې وختونه که نمبرې برابرې شي، دا شمېر تر نهو پورې رسېدلی شي.

هغه څرګنده کړه چې د سږ کال په مقدماتي پړاو کې ګډون تر پام وړ پورې  زیات شوی او د تېر کال په پرتله له زر ګډونوالو هم اوښتی دی.

البوسعیدي ټینګار وکړ چې دا لوړه کچه ګډون د عماني ټولنې د قرآن کریم د اهمیت د شعور او د هغه د تعلیماتو د پابندئ څرګندونه کوي.

د قاضیانو پلاوي د سلطنت د ۲۵بېلابېلو مرکزونو څخه لیدنې وکړې څو د ګډونوالو لوی شمېر ته د ګډون چانس برابر شي.دې مرکزونو کې مسقط، الباطنه شمالي او جنوبي،داخلیه، الشرقیه شمالي او جنوبي، الظهیره، البریمي، مسندم، ظفار، الوسطی او ان مرکزي زندان هم شامل وو.

سږ کال په ټولیز ډول ۲۸۰۰ ګډونوال په بېلابېلو سطحو کې ګډون کړی و.

د سلطان قابوس د قرآن کریم سیالۍ اوه څانګې  لري چې د عمرونو او کټګوریو له مخې تنظیم شوې دي؛  د ټول قرآن له حفظ  څخه رانیولې تر هغو ماشومانو پورې چې له اوو کلونو څخه کم عمر لري او دوه جزءونه حفظ کوي. دا سیالۍ د حفص له عاصم قرائت ته پابنده ده.

https://iqna.ir/fa/news/4320371 

captcha